نظم
نقاب
غني خاندا چې زۀ ځان لېونے کړم، دا زۀ تنگ شمه د ځانه
شېخ بابا راته لگيا دے، مسئلې کئی د عذاب
زۀ خو دلته په عذاب يم، د دې خپل خود اؤ احساسه
ځکه کله په سجده شم، کله اوڅکمه شراب
چې بې حسه شم ورکيږم ، چې احساس لرم سوزيږم
نۀ طاقت شته د سکون اؤ نۀ همت د اضطراب
چې چاپېره نظر وکړم، همه پټ اؤ ښکاره زۀ يم
دا شراب دی ما جوړ کړی، ما جوړ کړے وا مهراب
مذهب څۀ دے څو رسمونه، مسئلې اؤ منطقونه
اؤ د هغې سوال جواب دے چې ئې نشته دے جواب
جانان تش د عاشق مينه، د خپل زړۀ وينه څټل دی
چې ډېر وږے شو مجنون، ځان ئې ځان له کړو کباب
ربا څۀ دے مړ گډورے اؤ د توت وچه تنه ده
خو چې سوز د ادم راشی، هله هنگ وکړی رباب
کله نورکله رڼا شی، کله غم شی اؤ ژړا شی
دا ځيگر د رباپی دے، چې هم جام شی هم شراب
خو دا زړۀ مې راته وائی، دا هډوکی مې گوڼيږی
چې اخر به څوک اوچت کړی دجانان د مخ نقاب