نظم

نگينه (زما نږور)

غني خان

د ژوندون په لوې تورتم کښې

د رڼا يوه شغله

راښکاره شوه راښکاره

د گلونو نه ښېسته

ټول جهان رڼا رڼا شو

چرته وتښتېده شپه

څه نېکی وه کړې ما

دا انعام چې راکړو تا

په وجود د گلو لښته

په خويونو فرشته

مينه مينه هره ساه

هر قدم وفا وفا

کله لور شی کله مور شی

داسې پاکه دلربا

اؤ په نوم ده نگينه

ژوندے لال ليدلے چا

عجيبه نصيب زما

د ژړا اور کښې خندا

د دوزخ په منځ کښې حوره

د تيارو سيند کښې رڼا

اے زما عجبه خدايه

د ښائېست ډکه کړه تا

کله تورې تورې لړې

کله سره سپينه رڼا

راشه کښېنه غنی خان ته

د جانان وکړه ثنا

جهانونه د ښائيست

دومره ړوکې خوله زما

په سجدو نۀ پوره کيږی

ستا دمينې شکريه

اے زما پاکه جانانه

د يو سوال جواب خو را

څه نېکی کړې وه ما

دا انعام چې راکۀ تا