نظم

نور اؤ سينگار اؤ خُمار

غني خان

گل له د بنده ښائست، سترگو له پسته رڼا

شونډو کښې دا بېخودی، شونډو کښې نشه نشه

ښېست له دخپل ځان په شان، نُور اؤ سينگار اؤ خُمار

يار له د خندا په ځائې، سپين د سرو گلونو هار

مينې له دې زور د سمندر، زړۀ د باچا ورکړو

ساز لره اواز، اثر، ښائست تا د ثناء ورکړو

ماله د غمونو، ارمانونو جهان راکړو تا

ماله زړگے پوست اؤ مستانه اؤ حېران راکړو تا

اؤ سترگې مستانې د يار د حُسن د ارام ډکې

کله د سپوږمۍ د رڼا ، کله د ماښام ډکې

کله د ځوانۍ، د اميدونو، د ارمان ډکې

کله خُماری ستا د خُمار اؤ ستا د شان ډکې

اے د دوزخونو، د قيامت اؤ د حساب ربه!

اے د تورو زلفو، د لالونو د درياب ربه!

اے د مينې، حُسن، د ځوانی اؤ د شباب ربه!

اے د مستو سترگود نرگس اؤ دگلاب ربه!

اے د لولکې دمينې، اے د گل د خيال ربه!

اے د ساز اؤ نياز اؤ د نسيم اؤ دهلال ربه!

ولې دې د حسن نه جوړ کړو دا د خاؤرو ښار

ښېست له د خپل ځان په شان نُور اؤ سينگار اؤ خُمار