غزل
ورځ دى تيره په شومۍ کړه شپه له خوابه
رحمان باباورځ دى تيره په شومۍ کړه شپه له خوابه
خداى به کله يادوى خانه خرابه
په شتاب شتاب دى تله دي که پوهيږى
غافل مه شه ددى عمر له شتابه
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط د لارى مه ږده بى حسابه
په هغه جهان به څنګه جواب ورکړى؟
چى په دى جهان عاجز يى له جوابه
د کاغذ په کشتى سيل به کړى تر کومه
دا کشتى به دى مرګى کاندي غرقابه
چى آفتاب يوه نيزه شي ته به څه کړى
اوس چى سيورى له ورتښتۍ له آفتابه
په آزار د چا راضى مه شه رحمانه
که خلاصى په قيامت غواړى له عذابه