غزل

په اميد دگانده ورځې زړور مه شه

رحمان بابا

په اميد دگانده ورځې زړور مه شه

نقد نسيا خپله بېل کړه او تر مه شه

په اميد اميد يې خلک نا اميد کړل

د فلک له رهزنۍ بې خبر مه شه

د دنيا بادشاهان خواست کا له فقرا وو

ته بادشاه د هسې ملک شه خواستگر مه شه

د همای په څېر طعمه کړه وچ هډوکي

لکه مچ طالب د شهدو شکر مه شه

ځان صدف غوندې و خاورو ته کړه څېرمه

لکه ځگ هسې د بحر په سر مه شه

ډېر عزيز دي موم دلان تر سنگ دلانو

يو څڅويکي شه د اوښکو گوهر مه شه

حيوانات هم په تسبيح د خدای مشغول وي

ته انسان يې تر حيوانه بتر مه شه

نفس شيطان سړی و کفر ته وباسي

رحم فهم په ځان وکړه کافر مه شه

ټپ ړانده وي عاشقان د يار له عيبه

ته ټپ ړوند د هغه يار په هنر مه شه

دغه ځای د بېدلانو دی رحمانه!

د دلبرو په کوڅه دلاور مه شه