نظم

پټ محبوبه

غني خان

ائ چې ستا د سوی زړۀ نه د غمونو وينې څاڅی

زۀ دا اور وژلئ نۀ شم، زۀ دا غم خپلولئ نۀ شم

ستا افسوس ته کتئ نۀ شم، ستا ارمان ته کتئ نشم

گوره څۀ وکړم جانانه ستا جهان ته کتئ نشم

ائ زما سوې محبوبې، ائ زما غمگين گلابه

لږ خو وگوره دلبره، بې له تا ژوندون مې گران دئ

عجيبه زمونږه لاره، نۀ وصال دئ نۀ فراق دئ

دا هم بس دئ چې ستا حسن ماته خوږ د کل جهان دئ

دې دنيا کښې ډېرې مينې په زرگونو دی روانې

خو زمونږ هم د پښتو او هم دمينې امتحان دئ

گرانه، گرانه دا دنيا ده هره سا ئې اور دئ اور

خو اې زما دگلو لښتې ستا عزت په ما ډېر گران دئ

پرېږده پرېږده چې ستی شو، خدائې خبر چا دئ جوړ کړئ

پکښې اور دئ هم گلونه عجيبه غوندې طوفان دئ

ته زما د زړگی نور ئې، کۀ وی اور کۀ گلستان

کۀ روکېږم کۀ شرمېږم، تۀ زما ښکلئ جانان