غزل
پرچه د شهبا زلری او ستر ګې دعقاب
غني خانزړه پوست دبلبل خوږی خبرې د ښارو
سر ډ ک د خوبونو لکه مینه د قا رون
سترګی مینه ناکې مستې ستر ګې دمجنون
چل د سامرې او پاکې ګوتې دموسی
تور دغم صلیب په سپینولو دعیسی
تن ئې سرربا ب چه دقسمت ګوتو کښې هنګ کوې
خوله یې دګونګرو چه دجانان پښو کښې شرنګ کوې
دي دې ګوتې پورته کړې نامه دی دیار ولیکې
څه چه قلم نه لیکې هغه دی خمار ولیکې