نظم

پروت يمه يواځې

غني خان

پروت يمه يواځې، تور غمونه رانه تاؤ دی

هسې خو ظاهره، سرۀ گلونه رانه تاؤ دی

کور نۀ دے جنت دے پکښې زر قسمه گلونه دی

هر خوا ته چې گورې په رنگونو کښې رنگونه دی

هر ړوکی قالين کښې د ايران د تلی شان قيصه

هغه شان تازه دا ددارا دباغ گلونه دی

زۀ په دې کښې ژاړم، ازارونه رانه تاو دی

پروت يمه يواځې، تور غمونه رانه تاؤ دی

لوړ مې خاندان، د محمدزو جدی خانان

پلار مې شين زمرے، د پښتنو ياد په جهان

پاک ښکلے اولاد لکه گلونه د ايران

مور ئې داسې نره، پښتانۀ ورته حېران

زۀ په دې کښې سوزمه، اورونه رانه تاؤ دی

پروت يمه يواځې، تور غمونه رانه تاؤ دی

پاکه لويه خدايه دا احسان دے کۀ سزا ده

ژاړمه گلونه کښې دا څۀ برخه زما ده

عېش دې راله زهر که ارام راله بلا ده

رو د تېښتې نشته، تېښته لا توره بلا ده

داسې د قسمت سرۀ زنځيرونه رانه تاؤ دی

پروت يمه يواځې، تور غمونه رانه تاؤ دی

ولې دې زۀ جوړلکه مشا کړم، ولې ولې؟

هله شی رڼا چې مې په سر لمبې شی بلې

وژنم کۀ دا اور، گلزار او حسن شی خزلې

اور کښې گډېدل دی خدائيگو ستا د کور مزلې

چارچاپېره تور دتيارو غرونه رانه تاؤ دی

داسې په ښکاره خو سرۀ گلونه رانه تاؤ دی

زۀ دخپل زړه خان ادم يم ځکه دې پېدا کړمه

زۀ که سل گيلې کوم، که سل ځله ژړا کړمه

يو څاڅکی د حسن له به ټول ژوندون تالا کړمه

هره ساه که اور کړې زۀ به لا ډېره رڼا کړمه

يا به يو ليدلے خوب د هوش کښې را رښتيا کړمه

يا به ستا په در، دا وريت احساس تالا ژوند کيږدمه

بل څوک پې ستی کړه، زۀ ايره شوم نۀ بليږمه ـ