نظم
قصه (مسافر:-)
غني خانروک شئ! هلا شئ ! اے غمونو مانور مۀ کړوئ
اے بلبلانو د چمن چپ شئ ما مۀ ژړوئ
ولې بهار بند شو، شباب ورک شو کۀ باغ تالا شو
چې په فرياد تاسو دمينې اوږے زړۀ مړوئ
تا سو خو مست وئ په خندا چې زۀ چمن نه تلمه
اوس ولې په ژړا د مينې اور سړوئ
څوک ؤه بدبخته داسې بې زړۀ چې زمونږ باغ ئې کۀ
تالا چا کۀ زخمی معصوم نرگس چا کۀ فنا خېشته لالا
چا کۀ گلشن د ايرو ډېر، څوک وۀ ظالم دومره دلېر
ستاسو د زړۀ ازار ئې هېر، خوښه ئې ستاسو واويلا
اوه ظالمانو! عجب مو کار دے
دښمن مو هغه چې څوک مو يار دے
ځان له پخپله قبرونه کنئ
چې پکښې ښخ شی وئی عجب کار دے
مرۍ چې پريکړئ د لوڼو سپينې
قصاب له ورکړئ د هغې وينې
ښۀ ورته گورئ په غټو ئې وينی
خوچې رښتيا شی ستا ترې انکار دے
د ژوند پټے مو وی بيابان
غواړئ غنم اؤ کرئ زوزان
بيا پرې بدنام کړئ نوم د رحمان
وايئ نصيب بس زمونږه خوار دے
دا مو جمبه ده، دا مو پره ده
دلته مو طمع هلته اسره ده
ړاندو وگورئ ا مقبره ده
چې کوم ځائې ستاسو گومان د ښار دے