نظم
قسمت
غني خانچې څوک سوال د پلاؤ وکړی ورکړې دال
اکثر خور کړې په ښکاری د ښکاری جال
چا ته جام کښې د سرو خاورې شگې واچئ
چاته ورکړې د ايرو امبار کښې لال
يو وبال چې څوک په صبر صبر تېر کړې
ورله راولې د هغې نه لوئې وبال
څومره بار چې څوک وړی دومره وراچئ
د زمری خطرې نه تېروی شغال
چې کوم کال خلق زاری د باران وکړی
په باران پسې ړانده کړې هغه کال
لېونی نه خفه مۀ شې در قربان شم
اکثر وداغے د خر په ځاې کُلال
گوره طاوس مړ کړۀ ښائسته وزرو
ابليس برباد کړو علمی خبرو
سيپۍ اوده وه د سين په تل کښې
زړگے ئې وچاؤ سرو ملغلرو
گلاب خپل رنگ او خپل بوی تالا کړۀ
منصور په دار شو چې باخبر وۀ
پتنگ خپل نرم زړگی ستی کړو
مېږے برباد کړو خپلو و زرو
غنی پوهېږی ځکه ژړېږی
څه ښۀ به ژوند وۀ کۀ ژوند د خر وۀ
زۀ نرمه خټه يم لاس د کولال کښې
يا به د ميو جام شم او يا کوزه د جومات
يا ډيوگۍ دزيارت، د مېخانې فانوس
يا د ډېران ټيکرے، ستړے او مات
ځوانی مستی، ژوندون د بل د لاسه دی
زما نۀ وس شته او نه مې واک
شېخه! په باغ کښې د يار دکوره
کوم گل پليت کړمه او کوم پاک
څنگ ملامته زۀ په گناه شم
څنگه ستومانه زۀ په خندا شم
چې وس، قسمت او تدبير د بل دے
خوب دے د بل او تعبير د بل دے
دا مې گناه ده مئين په گل يم
تۀ زه دگل اقا نۀ د نظر
ته مې د واک دی خُماری سترگې
ته اوږې شونډې مدهوشه سر
ما نۀ دی ايښی د يار نظر کښې
سپرلی، گلونه اؤ سور خُمار
ما د خپل نوره نۀ دی جوړ کړی
شرنگ او غورزنگ اؤ رنگ د يار
ما د سبا په پسته رڼا کښې
نه دے خور کړے دجادو ساز
چا شيرينۍ وه فرهاد ته ښولې
چا جوړ محمود کۀ خان د اياز
زۀ نه پوهېږم چې چا روښانه
د زهرا نُور کۀ په مخ د لال کښې
زه يو تصوير يم د بل دگوتو
بې زبانه خټه لاس د کولال کښې
يا به قسمت وی يا به دوزخ وی
او که وی دواړه نو تۀ رحمن ئې
نه شم زغملے ، نۀ شم منلے
چې ته جلاد ئې اؤ هم جانان ئې
زۀ خو نۀ وايم چې نشته
زۀ خو وايمه چې شته دے
خو دُنيا ئې ده عجبه
اؤ قانون ئې عجيبه دے
ښکلے باغ ډک د خوبونو
د گلونو د نورونو
دروازې ئې کله دار وی
کله درد، کله صليب
اوچت تخت بره پرې ناست دے
يو غلام دے د غمونو
چا له تخت د چنگېز ورکړې
او خوبونه د غريب
کله سپی له خوله کښې ورکړې
د شاهين شنۀ وزرونه
کله گډ کړې په ډېران کښې
د نرگس مهين خوبونه
يو ته سرو شونډو کښې پټ شې
يو ته پټ شې په صحرا
چاته خود چاته بې خوده
چاته مرگ شې چاته سا
کله سترگې دکمترې
په سرو سترگو کښې د باز
کله سُور ظالم عقاب شې
په باز راولې شاه باز
زه خو نۀ وايم چې نشته
زه خو چغې وېم چې شته دے
خو دُنيا ئې ده عجبه
او قانون ئې عجيبه دے
مُلا جان وائی ازل کښې تا ليکلے هر يو کار دے
يو له سترگو کښې شفق دے بل له هسې گليخار دے
ستا تقدير هره لمحه کښې د هر يو وېښتۀ واکدار دے
يو له گل يو له دلدار دے، يو له اور يو له انگار دے
يو به ټول عمر نالان وی، اوږے تږے پرېشان وی
يو نيازبين به په بخملو، بل به پروت په بيابان وی
يو به تريخ د سپی غپار کا، بل خوړل به لکه مار کا
بو به ښکلے ښاپېرے وی، بل به باؤ وی تورابان وی
مُلا جان وائی اے ربه! دهر خون تۀ ذمه وار ئې
دا ټول ظلم تا ليکلے ، ستا دگوتو دا ازار دے
دا بې رحمه افتونه، دا بې ځايه رحمتونه
دحسېن په مرۍ توره، او يزيد د ملک سردار دے
مُلاجان وائی تا اېښے په اسمان کښې يوکتاب دے
چې هغې کښې تا ليکلے هر ادم له هر يو کار دے
نو چې داسې انتظام دے اے زما منصفه خدايه
مانه څه له کئې تپوس، نۀ مې واک نه مې اختيار دے
ما کښې دومره طاقت کوم دے چې ستا ليک دابد روان کړم
ته د زور و زرو خان ئې زه بې وسه خوار غُلام
کۀ زۀ خاندم کۀ زۀ ژاړم ستا يو ټکے نۀ بدليږی
دا بُتان دی ستا دگوتو، دا کفرونه ستا الهام
دا حساب کتاب به څنگ وی دا تپوس جواب د څه شی
هر گلاس چې دے ما څکلے ستا د گوتو وۀ اکرام
مُلاجان وائی ساقی هم د تقدير دگوتو جوړ دے
ملاجان وائی داخېشت هم تا جوړ کړے دے تمام
نو چې زۀ د ساقی سترگو، ستا دکوره ځان له بوتلم
تا کړه سپينه راوچته، په اسمان ماه گلفام
چا زه ښکېل کړمه په دام کښې دسرور اؤ د رڼا
چا کړه جام کښې راته گډه په شرابو کښې خندا
او هغه راته روښانه سپينه شمع بلېدله
زه جلبل لکه پتنگ شوم، ددې شمع په لمبه
دا به تۀ په کوم قانون راکوے ماله سزا
تا اسمان کې بره ليک کړۀ، او ما وکړه په دنيا
چې اختيار نۀ وی جانانه څه گناه دچا گناه
راته ښکاری مُلا جان چرته تلے دے خطا
که قانون وی که رواج وی که منطق که فلسفه
دا گناه خو اے تقديره ټوله ستا راوخته
کۀ اختيار وی گنهگاريم، که اختيار نۀ وی گناه کوم ده
دا خو لاس د بری کار دے تۀ په هر څه کښې تکړه
وايه وايه مُلا جانه که اختيار راځی قسمت ځی
د قسمت سره دې واړه ارامونه او راحت ځی
د تندی ليکلی روک شی بس سړے د ځان مالک شی
کۀ په باغ کې د ارام ځی کۀ په لار د مصيبت ځی
بيا کېدے شی حسابونه د جزا د ثوابونو
چې سړے په ښه په بده په خپل وس په طبيعت ځی
خو قيصه چې د قسمت شی، مُلا جانه زۀ بری شوم
تل به ځم په هغه لار چې په کومه مې قسمت ځی
زۀ موټر، هغه ډرائيور دے ځم په کومه چې مې بيائی
که جمات کۀ مېخانه وی که په سمه په صحرا ئی
که موټر کنده کښې پرېوځی، نو گناه دموټر نه ده
داچې هر قسمه سزا ئی د ډرائيور سره ښه ښائی
که گناه ده که ثواب دے زه په دواړو کښې بې وسه
ملاجانه دا کتاب دې خو څه برغې ژبې وائی
زۀ بې وسه گناه وکړم، بل بې وسه ثواب وکړی
په دې دواړو کښې به کوم يوقسمت سور دوزخ له بيائی
زما بوتله خو سروپ جفا ده، دغه بل کښې لاځاې شته دے
د جهان کښې خو به ئې عمر ښه تېر کړے په خندا ئی
ما د يو بې واکه اوره بيائی بل بې واکه اور ته
بيا دا سا خو يو غضب دے، که دا بيعه د دې سائی
ستا کتاب په دې کښې څه وی لږ مې پوئې که مُلا جانه
يا خو راشه گوډ شروع که قلار کښېنه د اسمانه
يا خو تله مله نۀ ده، د جمات کږه ډينگرۍ ده
يا خو تا څه اکوبکو ايجاد کړی دی د ځانه
وران او سم د بل د لاس دی کۀ ده ورانه که ودانه
اوراو درد او ښاماران ټول به چاپېره وی زما نه
د انسان د نظر تول دے کۀ دا تور دے کۀ دا سپين
د انسان د ژبې خيال دے دا سپلمۍ اؤ انگبين
دا اواز زما د گوتو پوست مړوند ښکلے مهين
دا زما د ځيگر لوبې گل اندامه او شيرين
دا گناه زما د زړه ده دا گلونه نازنين
دا زما خاورې جوړ کړی د اوبو شراب رنگين
چا له بحر د شرابو يو قطره د زمزم
چا له بحر د زمزم دے يو غمگين ماښام د غم
چاته ړوکے سپينه شمع د سپوږمۍ نمره روښانه
څوک پېغام د جبريل واوری د سرو شونډو د جانانه
چاته سور په وينو تاج شو، چا ته تور په تيارو تخت
چا په سر د صليب وليد، چا په سور ريښمين بالخت
د موسی په شان څوک سئی کړی په مړ بُت کښې مخ د يار
څوک ترې جوړ ويره، ژړا کړی، څوک ترې حُسن او خُمار
څوک د گل د ماشوم مخه د اشنا شونډې کړی جوړې
چا په خوا د نرگس وموند، چا ازغو کښې د کروړې
خوش نصيبه وۀ څوک لاړل په خندا غېږې د يار له
چا د ناوې د جوړې نه کفن وشلوۀ دلدار له
چا د خپل غم اؤ ارمانه جوړ تصوير کړو د جانان
چا کړه بل په مېخانه کښې مشالونه د اسمان
څوک په سترگو د خزان کښې د بهار رڼا مستی که
يو نيکی دوزخ له يوړۀ بل خپل بدو جنتی که
يو د مينې د دربار نه غم، ژړا اؤ ارمان يوړۀ
يو په کفر کښې سرشاره ټول ښائست د ايمان يوړۀ