نظم
قېد
غني خاند سحر تېل اؤ دال
د ماښام دال اؤ تېل
د کوټگۍ په گټ کښې
قلپۍ د عطرو فلېل
د سحر خواږۀ اؤ پاستۀ
لکه د خرو ټغرے
چائې لکه يخه ښوروا
په تروې گوړې توره
پياله د زيړو ډولچه
اوس راشه خوند ئې گوره
بستر د مرگ ترپړی
سوزنۍ توره کمبل
او يارانې له د شپې
څاربۀ څاربۀ کټمل
محفل د ښکلو خلقو
ټول بزرگان شريفان
يا مټيزک گن کپان
يا اجرتی قاتلان
چې نمر زيړے شی هيله
ما په پنجره کښې کړی بند
لکه مړز په قطار
په بلاره کښې کړی بند
تمامه شپه گرځی
دم په دم کئ تفتيش
تۀ به وئ چرگ يمه زۀ
يو به مې سی پڼاپيش
د بندېدو سره
همه دُنيا د بهر
يو توره لړه شی
کښينی مې ان په ځيگر
د جهان ټول غمونه
لکه سيلۍ راشی
د زړگی سر له به دې
لکه گولۍ راشی
او، چې ارمانونه پکښې
لا د لولۍ راشی
لکه د مړی په کور
چې سره ډولۍ راشی
او چې دې باغ د گلو
ماښام راياد شی
بيا خو مزې کوه
هله به سُر کښې شې
ډوب لکه دے مُلا
به په قُر قُر کښې شې
لا چې دې ډک د مستۍ
سور جام راياد شی
کۀ داخدمت وی دقام
زمونږ توبه ده
دا دال اؤ تېل هضمول
گرانه قيصه ده
اؤ لا په دې کښې هم
غنی غزلې وئ
د عشق اوږدې مزلې
په بلې بلې وئ
ولې په تشو اوبو
شاعری گرانه ده
چې تاؤ د اور نۀ وی
زرگری گرانه ده
قاضی (قاضی عطاء الله خان (مرحوم)) صاحب وئ قران
سحر، ماښام مازيگر
ځان له ئې کښېنوۀ اواز
او ماله ئې خُوږ کۀ سر
کۀ هيله غږ کوو
اوس راته وائی ايات
قهر په مست اؤ سرشار
رحم په صوم اؤ صلوات
څۀ وکړو صبر به شو
دا د الله نه ده