غزل

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

خاطر افریدي

چې تر سبا مې ژړا په تا پسې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

دلبره ښه راته معلوم يې

هسې خو نه چې ته ماشوم يې

کله زهير په ما مظلوم يې

چې نه پوهېږي له هغو سره وعدې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

چې ستا د مخ په تماشا وم

دغه وصال وه که جدا وم

نه يم خبر په څه سودا وم

چې تماشا مې ستا د مخ د تماشې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

چې په غمونو کښې دې ګېر کړم

اوس دې دلبره څله هېر کړم

که دې يو ځل په ديدن سير کړم

ګني له غمه به دې مړ شم بيا مزې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

چې د اغيارو زما يار شوې

بس اوس مې قتل ته تيار شوې

اشنا زما ځينې وېزار شوې

پروا مې نشته خو په خپله مې ذرې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

څنګه قبول دغه بېلتون کړم

څه بې له تا په دې ژوندون کړم

دلبره مينې دې مجنون کړم

جانانه اوس راپورې ټوکې مسخرې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره

د ستا چې نه يمه د چا يمه

راغلی دا يم په خندا يم

مرور نه يمه پخلا يم

خاطره بيا که مرور شوم نو ګيلې کړه

را يادې هغه شپې کړه زما نا ترسه ياره