غزل
راغی پسرلی بیا به وطن ګل و ګلزار شي
ګل پاچا الفتبیا به په وطن کې دبلبلو چغهار شي
دوه خواږه یاران به بیا طواف ددې ګلشن کوي
جوړ به په وربل باندې دسرو ګلو قطار شي
ډکه به لمنه دصحرا له زیړو ګلو وي
بیا به شنه شالون غرو رغو باندې اوارشي
کډې به باریږي داوښانو غرغړې به وي
رنګ په رنګ ټیکري به بیا ښکاره په دغه لار شي
وايي به شپانه دشوق سندرې بیا دغرو په سر
وچ سپیره ډاګونه به رنګین او لاله زار شي
جوړ به په هر ځای کې بیا دلو بو میدا نونه شي
بیا به له مستې نه شرو شور جګ دآبشارشي
ئې خوږې سندرې به له شو قه لوی واړه وایي
پاڼې به رپیږي غږ به پورته دچنارشي
ښکلی به په ګلو پسې ځي دباغ په لوري بیا
ناز به دخوبانو ټول په برخه دملیارشي
زړوکې به ګرمي او حرارت پیدا دمینې شي
څاڅکی دخولو به طراوت دمخ دیار شي
تاک به شي سر سبز نوی کیف به بیا پیدا کا ندي
ځو ړند به سرونه دغنچو بیا په خمار شي
یو ځای به بلبله شي که خدای کا ندي له ګل سره
ښه وږمه دګلو به پخپله ښه ریبار شي