نظم

راکه ساقی راکه شراب

غني خان

زړۀ مې تورې خاؤرې، بهر تاؤ رانه انگار دے

راکه ساقی راکه شراب نا، اورمې پکار دے

ساز سرور ئې ورک شو، بس يو قهر بې قرار دے

پرېږده چې ئې وچوم، دا زړۀ نۀ دے يو سزا ده

اوس مې وينه څکی، بس تش يو درد دے يوازار دے

دۀ به زۀ گرځولم، مئينولمه، مستولمه

راکه ساقی، راکه، شراب نا، اور مې پکار دے

هېره ترې گډا شوه،اوس نه تال دے نۀ شرنگار دے

نشته هغه زوړ سرور ساقی ستا په شرابو کښې

باغ نه حسن لاړ، رنگونه کم شو په شرابو کښې

واچوه سور اور دې جام کښې راکه چې ستی شمه

مست لېونئ نۀ شوم هسې شمار شوم په خرابو کښې

دا د څه جمدون دے چې مې هوش پکښې په دار دے

راکه ساقی راکه شراب نا، اورمې پکار دے

بهار راغې، بهار لاړۀ، زما ژوند سوے گلزار وۀ

يو تباۀ تالا گلشن وه، په خپل اور کښې گرفتار وه

يو بې کوره، بې ارامه، سرگردانه مسافر ؤم

نۀ زۀ يار جانان د چا ؤم، نۀ زما چرته دلدار وۀ

جمدون تش د جمدون درد وۀ هغه ښکلے جانان نۀ وۀ

هر نظر چې ئې د سترگو، نوے رنگ نوے خمار وۀ

زړۀ مې توره اديره ده، د تيارو تاريکو ښار دے

راکه راکه ساقی راکه شراب نا، اور مې پکار دے

يو بې حسه، ډوب قرار دے دمرگی ښکلے مکان

کۀ سا وژنی، اور هم وژنی د تيارو دغه جهان

تورو سترگو کښې ئې نشته چرته يو د اور بڅرے

يو بې خوده چپ قرار دے، د دۀ کور د لامکان

نۀ دا سوز، نۀ دا تالاش شته، بې جانانه فراقونه

ابدی وصال، وصال دے، مرگ دے داسې ښۀ جانان

ددۀ تورې تورې لړې د بخملو نه پستې دی

تورو لاسو کښې ئې رحم په غريب سوی انسان

ددۀ ملک کښې ډوب ارام دے، يو بې خوبه ډمه خوب دے

روک جمدون روک ئې احساس شه، يا صليب يا لېونتوب دے

راوړه، راوړه چې فنا شم، زړۀ د ژونده مې بې زار دے

راکه، راکه ساقی راکه، شراب نا، اورمې پکار دے