نظم

رښتيا

غني خان

چې مې باغ د گلو نۀ وی بهار به څۀ کړم؟

چې مې سترگې د يار نۀ وی خُمار به څۀ کړم؟

چې د خولې نه د بلبل وتلے نۀ وی

کۀ هزار ځله شی خوږ، چغار به څۀ کړم؟

کۀ پرې نور د الله نۀ وی وريدلے

د کعبې د شگو ډک مينار به څۀ کړم؟

مقبره د مړو ډکه ترينه ښه ده

د جاهلو، بې غېرتو ښار به څۀ کړم

چې زما رنځور لالے پرې نۀ رغيږی

مُلا! ستا قصه د نور اؤ نار به څۀ کړم

چې زما د عشق سازونه پکښې نۀ اوری

د سرو زرو کۀ وی تش ستار به څۀ کړم