نظم

روک خيال

غني خان

يو خېشته غوندې ماشوم وۀ، کۀ يو خيال کۀ يو خمار وۀ

يو مُسکے شان تا ئې وکړو د ازل د تارخانو نه

زما خوا له غلے راغے، لکه پوست قدم د يار

کۀ يو ستوری سترگې والې چرته لرې د تيارو نه

که د تورې کوټې ورکښې شهزادگۍ د نور ولاړه

رڼا سترگو کښې غمونه، ښکلې شونډو کښې خندل

د ژوندون يو حرکت وۀ، کۀ يو رنگ د تخيل وۀ

کۀ د تال گنگرو په خپو کښې مې، خوبونه گډېدل

لکه ړوکے هوسۍ باغ کښې په هيڅ شی ئې يقين نۀ وی

چرته پټ پکښې يو خوب وی د صحرا اؤ د ځنگل

ما د مينې لاس خوارۀ کړه څۀ دعا وه څه ارمان

ما وې اے رنگينه نوره، راشه مست کړه دا جهان

زۀ به خپل خود ستا وجود کړم چې تۀ سترگو ته ښکاره شې

خپل احساس به دې جامه کړم، چې تۀ يو خېشت يو ننداره شې

ستا مستئ له اؤ خُمار له به د ځانه سرور در کړم

ستا اميد اؤ مشغلا له، به خوبونه د طور در کړم

زۀ به خپل ژوند ترجمان کړم، ستا د ژوند د کتابونو

زما گوتې به ستار وهی، ستا د شرنگ ستا د سرونو

يو قدم ئې کړو راپورته، هم راته، هم يريده

د صحرا عادت هوسئ وۀ، په گلزار کښې تريده

ما خپل زړۀ سترگو کښې خور کړو، ډير په مينه ور روان شوم

عجيبه جهان ته لاړم، هم عاشق شوم هم جانان شوم

خو چې زۀ ئې ورتلم، خوا له، نو چا چغه کړه چې "خان"

گپو شپو له راغلی، درې څلور درله دوستان

يو نظر مې چې ترې واړؤ، نو د نور ښاپيرے نۀ وۀ

چارچاپيره په تيارو کښې نۀ ئې نوم، نۀ ئې نشان

اے زما ماشومه زويه، تۀ به گرځې کوم صحرا کښې

د تيارو په شپه کښې رُکه، ستا خو کور دے په رڼا کښې

ولې لاړې يو روک خوب شوې، د ازل ورکه دُنيا کښې

ستا خائشت کښې زما ژوند دے، ستا ژوندون دے زما سا کښې

يو نظر کښې دې کړو ماته، سور گلشن تور بيابان

لېونے، لېونے گرځم، دے روک شوے مې جانان

راشه راشه په خندا شه، لکه ستورے په سبا کښې

د تيارو په شپه کښې رُکه، ستا خو کور دے په رڼا کښې