نظم
روکه
غني خانزړۀ مې د غم لړو کښې
يو فنا شوې دنيا
دا دروغژن قلم مې
ټوقې جهان ته کوی
ژوند د افسوس تيارو کښې
يو روک شوے اميد
دا منافقې شونډې
خندا جانان ته کوی
خيال اؤ زړگے بې کسه
لکه هوس د يتيم
سترگې مې غلې غلې
ژړا خپل ځان ته کوی
دا ناز اؤ شرنگ مرغه شان
مستی اؤ گل اؤ جانان
د روکېدو قيصې دی
اؤ روک ئې ځان ته کوی