نظم

رُباعی

غني خان

نۀ د کونډو په ژړا کارونه کېږی

د سپين ږيرو په دُعا نۀ پوره کيږی

نه څه کيږی په سلگو د يتيمانو

ستا د مټو نه بغېر هيڅ نه خلاصيږی

کۀ پتنگ د نمر رڼا نۀ شی ليدلے

گنهگار شو کۀ په شمع شو شېدا؟

زړۀ کښې چونگ لپه ايله د خاؤرو ځائې شی

چرته ځای کړم پکښې دا د نُور دريا؟

څنگه څنگه په يو گوټ کښې داجهان اؤ اسمان واچوم؟

د شبنم څاڅکو کښې څنگه د سيندونو دوران واچوم؟

بيا لا د دې د پاسه به حساب اؤ کتاب هم وی؟

د ړندو سترگو بادشاه له به سزا اؤ عذاب هم وی؟

ربه زما ربه، د مستۍ اؤ د خزان ربه!

اے د توتکرو دکوړ کړو د جانان ربه!

اے د ښکلو سترگو د خُمار اؤ د ارمان ربه!

اے د کشمالی اؤ خېټور اؤ د رېحان ربه!

څنگه څنگی په يو گوټ کښې دا جهان اؤ اسمان واچوم

د شبنم څاڅکی کښې څنگه د سيندونو دوران واچوم

زړۀ مې لگيا دے سر ته مې گپ لگی

ورله دهوکه ورکی په اکوبکو

وائی پاستۀ گلونه دی را روان

پرواه ئې مۀ کوه کۀ ازغی کلک وو

کۀ تش په عقل وے په لياقت وے

تۀ په نصيب وے نۀ په قسمت وے

شېطان به نن لوې وۀ له جبريله

غنی به هم لايق دولايت وے

لېونيه کوڅه د دلدار ده

سترگې پاکې کړه يار ته کتو له

تصويرونه د نورو ترې لر کړه

زړۀ اوړې چې جانان ته کتو له

چې خېشته اوبۀ سخا شی په ډنډ کښې

بس نو درومه د گلو باغچو له