نظم
صحرا
غني خانکۀ په شگو کښې ژوندون وی
ربه بو مې ځه صحرا له
کۀ سودا کښې ناز او شرنگ وی
ما مريےئ ورکړه سودا له
کۀ په سا کښې مستی نۀ وی
ربه مرگ راوله سا له
کۀ هلال پېغام د نُور
د خندا د رڼا نۀ وی
ماته غوره توره شپه ده
ډېره غوره د هلاله
کۀ د ژوند مطلب بل نشته
بس ژړل دی سوزېدل دی
دا خپل هوش په بېرته واله
دا خپل هوش په بېرته واله
زۀ پتنگ ستا په رڼا يم
مئين ستا په تورو نۀ يم
کۀ کافر کۀ مسلمان يم
يمه ستا د نورو نۀ يم
زما واړه کمزورۍ دی
جوړې ستا، ستا دکماله
تياره ځکه شوله توره
چې شوه روکه د هلاله
چې تا روک کړمه حېوان شم
چې تا ووينم انسان شم
تۀ درياب د شنو چينو ئې
زۀ پټے د لوږو تندو
چې تا روک کړم بيابان شم
چې تا ښکل کړمه بوستان شم
دا گناه زما د څه ده
چې زۀ چغې شم جانان شم
دا خو ستا دخېشت قصور دې
چې زۀ غم شم بيابان شم
يا خو واک دبادشاه راکه
او يا صبر د فقير را
د ژوندون دې رنگين خوب له
يوخېشته شانې تصوير را
چې ستا حُسن پرې بندی کړم
داسې لاس داسې زنځير را
کۀ دا اوښکې ستا شراب وی
کۀ دا چغې ستا رباب وی
کۀ زما ژړا د عُمر
يولمحه ستا د شباب وی
کۀ زما همه مستی دا
يو حباب ستا د سرور وی
زۀ خوشحاله يم په هر څه
چې کوې زما په ځان تۀ
عجيبه زما جانان ئې
عجيبه زما ارمان تۀ
هله زۀ د ځان مالک شم
چې خپل ځان درکړمه تاله
هله مست خوبونه راشی
چې گوټ وکړم ستا دخياله
اے د کُل جهان مالکه
جواب را ستا د جماله
ولې جوړ صحرا کښې باغ کړې
قصاب جوړ کړې د کُلاله
ولې ولې ربه ولې؟
د دې ولې جواب څه دے؟
څنگه څنگه اے جانانه!
ازغے څۀ دے؟ مضراب څۀ دے؟
اے د لوږې تندې ربه
ډک جام څۀ دے، کباب څۀ دے؟
اے د مرگ او ژوند مالکه
مرگے څۀ دے؟ شباب څۀ دے؟
اے د ژوند اخر جانانه
ژوندون څه دے حساب څۀ دے؟
اے د تورو تيرو خانه
څه معنی ستا د رڼا ده
اے د مرگ او ژوند مالکه
څۀ رنگينه ستا خندا ده
د خزان رنگ د سرو زور
دغنی ياره حسينه