نظم

صنوبر

غني خان

لاس مې بند، ژبه مې بنده

داسې ناست يمه ديگر

لکه ناست وی وزرماتې

په ماښام کښې بازيگر

چپه خوله او ټيټې سترگې

د گل خوا کښې گونگے ناست دے

د خپل غم په ننداره کښې

ډوب مشغول دے صنوبر

د برهم درياب په غاړه

تشه لپه وچې شونډې

لېونے د تندې مړ شو

د مستۍ ئې تش شو سر

د ځوانۍ د غم ماښام

د پيرۍ سار د اختر

نۀ دی چا برابر کړی

نه به ئې کړی څوک برابر

نه په ئې کړی څوک برابر

راته ښکاری چې بوډا شوې

رقص اؤ شرنگ دې نشته خيال کښې

گډا نه کوی نظر ستا

غورزنگ نۀ لرې په چال کښې

د زوال استاځے ناست وی

تل په څوکه د کمال کښې

وخت اؤ ژوند، هغه ښکاريان دی

چې هما هم نيسی جال کښې

په ويښتو کښې دې ښکاره شو

د مرگی استاځے سپين

قسمت ليک د ابد وکۀ

ستا د سترگو په جبين

نشت که ډک د لويو کندو

د هستۍ جهان مهين

د خزان جامې اغوستې

دی نرگس اؤ نسترين

د سبا رڼا پيکه کۀ

ډک د شمعو کور رنگين

اوس دې خوږ په ژبه لگی

د شرابو نه گبين

هغه سرۀ گلونه څه شو؟

چې ټوکول به دې صحرا کښې

هغه لوې محلې څه شوې؟

پړقېدې به چې هوا کښې ـ

هغه مست سرود دې څه شو؟

چې به څکۀ دې هره ساه کښې

هغه سپين مشال چا يوړۀ؟

چې لگوؤ به دې بېديا کښې

دا تور، تور سيورے د چا دے

چې روان دے دې په خوا کښې

بوسېده دې وروځو زده کړل

ټيټېدل دې دی په شا کښې

لاس دې بند، ژبه دې بنده

ناست يوازې او ديگر

لکه ناست وی وزرماتې

په ماښام کښې بازيگر

چپه خوله او پټې سترگې

د گل خوا کښې گونگے ناست دے

د خپل غم په ننداره کښې

ډوب مشغول دے صنوبر