نظم
ساز
غني خانشونډو له خوند
اؤ سترگو له رنگ
پوزې له بوی
د نرگس دلونگ
زړۀ له اُميد اؤ
مستی اؤ ارمان
غوږ له سرود اؤ
شڼار اؤ شرنگ
ماله سرور اؤ
جمدون اؤ نور
دا څو اوازه
د ژوند د رنگ
ټق ټق د اور
ټپ ټپ د باران
اخ اخ د وصال
اُف اُف د ارمان
وئ وئ د جنون
وخ وخ د صنم
نا نا، اؤ اؤ
هر وخ د صنم
قټ قټ د خندا
پړق پړق د مستۍ
شرنگ شرنگ د پانزيب
چڼ چڼ د لښتۍ
شړ شړ د اوبو
شغ شغ د نسيم
بس بس د دلبر
بړ بړ د غليم
هېڼ هېڼ د هنډر
شنگ شنگ د گولۍ
قُړ قُړ د چلم
پر پر د لولۍ
دُم دُم د دوپړۍ
ټنگ ټنگ د رباب
غړ غړ د پيالۍ
سخ سخ د کباب
چپ چپ د کوکۍ
پس پس د دلبر
چړچق د تارو
گوگو د کمتر
بس بس د اشنا
بد بد ئې روان
اېش اېش د قلم
هان هان د بيان
زۀ يو مست شان لېونتوب يم
د هوا په اس سورېږم
که يو رنگ د يار د سترگو
شل رنگونه شم گډېږم
دا زۀ څۀ له ولې جوړ شوم
خبر نۀ يم نۀ پوهېږم
ولې سوز شم، ولې ساز شم
يو اواز يم چې غږېږم
د زړۀ پټو تارخانو ته
يو شغله يم چې کوزيږم
يو سرور يم چې شرنگېږم
يو خُمار يمه مستېږم
چې په رگ رگ کښې دې اور شم
يو لمبه يم چې رپېږم
دا زۀ نور يم چې پړقېږم
کۀ سرور يم چې سوزېږم
حقيقت مې نشته باد يم
مستؤل کوم مستېږم
په خندا کښې مې ژړا ده
په خفه سترگو خندېږم
وايه ، وايه لېونيه!
ولې ژاړې چې ژړېږم
او چې پړق داتن واچوم
ستا په وينه کښې گډېږم
دا زۀ تش دخيال دهوکه يم
کۀ يو مست د باد نيلے يم
کۀ يو مست د باد نيلے يم
په فکرونو کښې ځغلېږم؟
کۀ د تال او شرنگ نه جوړه
يو دُعا يم چې قبلېږم؟
ورکړه شرنگ دې ستار له ياره
نوې د منی ماښام دے
نوې سپوږمئ راختلې ده
نوی سرور کښې خيام دے
اه د زړۀ تارخانو ته دې
گوتې د ساز ورښکته کړې
وئ، د محمود ځيگر ته نن
سترگې اياز ورښکته کړې
سترگې مينې په غم ډکې
ډکې د سُر اؤ صنم ډکې
سترگې مستې د شبنم ډکې
څنگه په ناز ورښکته کړې
اؤ دې د خاؤرو ستار کښې تا
څنگ د ابد قصه جوړه کړه
اؤ د يو شرنگ اؤ ټنگ نه دې
ما له مستی نشه جوړه کړه
ته د گلونو د رنگ نه
ما له د يار تصوير کړو جوړ
تا د تارونو د شرنگ نه
ما له يو خوب اؤ تعبير کړو جوړ
تا د سرور اؤ غورځنگ نه
ماله بدرمنير کړو جوړ
تا د غمونو د رنگ نه
ما له د غم اکسير کړو جوړ
تا د غرور اؤ ارمان نه
ماته بهار اؤ خزان کړو جوړ
تا د ژړا د اواز نه
ما له تصوير د جانان کړو جوړ
تا د نرگس د دوه پاڼو نه
ما له بهار اؤ گل کړو جوړ
تا د نسيم دخبرو نه
ما له فرياد د بلبل کړو جوړ
ورکړه شرنگ دې ستار له ياره
ورکړه رنگ دې خمار له يار
ورکړه سلام گلونو له
ورکړه دعا دې يار له يار
ښائست اؤ ارمان راوسپړه
ما له ترې گل اؤ خزان کړه جوړ
اؤ د نسيم د خبرو نه
ما له تصوير د جانان کړو جوړ