نظم
سينده ځه سينده بهېږه
غني خانهر سړے سيند دے روان
کله مست اؤ کله رو
کله غر کله مېدان کښې
کله غلې په مېرو
د قسمت د زنځير ول دے
دا د دۀ رفتار د تلو
د اوبو رسولو چل دے
هر واښۀ ونې گلاب له
سيند خپل خېشت اؤ غورزنگونه
شکرانه اوړی درياب له
سيندځه سينده بهېږه
سينده ځه سينده بهېږه
کۀ مستېږې په طوفان کښې
کۀ په شگو کښې وچېږې
کۀ غنم اؤ گلاب کېږې
کۀ مستی کۀ شراب کېږې
تۀ خوراک دکُل مخلوق شه
پلار د ويل مور دکبوړی
ځه دائی شه مور اؤ پلار شه
د ښامار اؤ د چرگوړی
ځه چرې چرې شه خور شه
چې دې غاړې شنۀ پټی شی
او باغچې اؤ چمنونه
اؤ گلونه، اؤ گلونه
اؤ چې ماښام دې راځی خوا له
هلکان غمگينې سترگې
اؤ جينکۍ درته گډيږی
بلې سترگې سرۀ لاسونه
ځه صحرا کښې له جهانه
د ژوند زيرے شه خورېږه
چې لږ ډېر شی زيړ گلونه
شنۀ پټی اؤ گلاپونه
کله ډوب لکه د غم ځه
کله مست زلمے گډېږه
سينده ځه سينده بهېږه
سينده ځه سينده بهېږه
بس هم دا دی چې شريک دی
د يو سين اؤ د بل سين
واړه غر سمې جُدا دی
د ايلم اؤ اباسين
چې خيالے ځی په کوم خيال کښې
په قلار جيندی کښې کوم دے؟
اؤچې راوی په کوم خُمار ځی
د نوښار لنډی کښې کوم دے؟
د هر سيند وی خپلې لارې
هر يو خپل کور ته روان دے
د هر يو خپلې دشوارې
سينده ځه چرې چرې شه
چې دې غاړې شنۀ پټی شی
او باغچې اؤ چمنونه
چې ماښام دې راځی خوا له
عاشقان غمگينې سترگې
جينکۍ درته گډيږی
بلې سترگې سرۀ لاسونه
سينده ځه سينده بهېږه
سينده ځه سينده بهېږه
د اُميد رنگين مشال شه
بل شه بل شه وځلېږه
سينده ځه سينده بهېږه
سينده ځه سينده بهېږه
ستا قسمت دے د درياب
چې بهېږه او بهېږه
چې په گټو ورشې اور شه
په اواره کښې روکېږه
چې يوځاې کښې افت نه شې
او بل ځاې کښې غلام نۀ شې
تۀ خوراک د کُل مخلوق شه
سينده ځه سينده بهېږه
سينده ځه سينده بهېږه ـ