نظم

شاعر اؤ لېلی

غني خان

دا ژوندون اؤ مستی اؤ خندا زما

دا ځوانی اؤ تاؤ دئې يو دوه ورځې

دا مې سترگو کښې ستا د شونډو رنگ

زور د تور پلو دے يو دوه ورځې

اخر تلونکے هغو تيارو ته يم

چې د کومو تيارو نه راغلے يم

داځوانی د سپرلی ماښام

يو لمحه د ساز، يو قطره د نور

دا خندا مستانه حېرانه ستا

يو جهان د رنگ يو ذره د نور

ستا د سترگو جانانو مسرور خوند

ستا د شونډو خوږو او مغرورو خوند

ستا د گوتو پستو او مخمورو خوند

کړو پيکه د شرابو او حورو خوند

دا د سترگو ښائېست او د شونډو خوند

اؤ دا سوز او ساز اؤ ارمان زما

د نسيم چپه اؤ د گل غوټۍ

اؤ مستانه حېرانه جانان زما

دا يو تلونکے تلونکے کاروان دے

يوه قيصه ده چې وشوه اؤ تېره شوه

دا يو ښکلے ښکلے تصوير د خيال

يوه ټپه وه چې وشوه او هېره شوه لېلی!

يوه لپه ترېنه واخله ، ډک درياب د مينې بهيږی

دا تۀ ولې په ژړا وے چې پياله يم درياب نۀ يم؟

ټول جهان د نوره ډک دے، گله! ځان د نوره ډک کړه

دا تۀ ولې په سلگو وے چې سپوږمۍ اؤ افتاب نۀ يم؟