نظم

شاعری

غني خان

د سگرټو بېخ مې وښکۀ

سر مې خوږ کۀ په گرولو

ډېر سُرونه مې راياد کړۀ

يو هم نۀ دے د يادولو

نۀ ټپه شوه نۀ چاربېته

نۀ غزل نۀ نيمکۍ شوه

نۀ قيصه شوه نۀ بدله

نۀ ساقی شو نۀ کوکۍ شوه

شاعری هم يارانه ده

نۀ په زور نۀ په زارۍ شی

نۀ په چل نۀ په هنر شی

نۀ په مال نۀ په خوارۍ شی

شاعری لکه باران دے

کله تندر گړزهر شی

ناگهانه داسې شړق شی

چې صحرا هم سمندر شی

کله نرم نرم پشم

پوست نازک نازک ريښمين

د نسيم په شان مستانه

د بخمل هسې مهين

کله ښه درنه شېبه شی

په اوږده صحرا وريږی

کله تور باران د ژمی

نه کميږی نۀ ودريږی

کله شړ د پشکال شی

چرته نمر چرته باران

عجيبه لکه د ژوند

څۀ خفه اؤ څۀ خندان

کله داسې سوگړه راشی

باغ چمن شی کربلا

لا د خاورو وتې نه وی

چې بيا خاورې شی لالا

کاش چې وې زما په لاس کښې

د وريځو فرښتې

ما به هر وخت ښکلې ښکلې

سپينې لړې راوستې

هر ماښام به مې جوړولو

په قبله د بوډۍ ټال

هره ورځ به مې ستائيلو

د اشنا د زنې خال

ولې څۀ وکړم جانانه

واک د بل اختيار د بل دے

دا په تا مئينې سترگې

د دوی نور خُمار د بل دے

دا چې تۀ پرې راته خاندې

د دې سرو شونډو دې ځار شم

د دوئ ښېست مستی د بل ده

د دوی سر سينگار د بل دے

اؤ بس : دا دومره واک هم بس دے

چې زۀ وېم درته غزلې

تۀ ښېسته په پستو سترگو

راته گورې غلې غلې

چې ساعت گړۍ مشغول شو

بيا به ځو زما بلبلې!

مونږ له توره اوږده شپه ده

دی د بل دا ډيوې بلې

لږ خيال کړه لږ تال کړه لږ شان د جانان

لږ رنگ کړه غورځنگ کړه يو اه د ارمان

لږ نُور کړه لږ نار کړه لږ سوز کړه لږ ساز

لږ يار د سپوږمۍ شه د ستورو همراز

لږ گټ د کعبې کښې لږ گل د شيراز

لږ باغ لږ باغچه شه لږ تور بيابان

لږ خيال کړه لږ تال کړه لږ شان د جانان ـ