نظم

شپه وه د سپرلی

غني خان

تال د ساز ژوندون دے چې گډيږی په سرونو کښې

شپه وه د سپرلی ژوند رپېدلو په گلونو کښې

ټول جهان روښان وۀ، وه تياره زما خيالونو کښې

شپه وه د سپرلی ژوند رپېدلو په گلونو کښې

روح ئې د ژوندون ونيوۀ د حسن په دامونو کښې

نرمه د سپوږمۍ رڼا دمينې د ارمان په شان

ډوب په بې مطلبه، لاجوابه، تپوسونو کښې

زۀ د ولې ولې په درياب کښې روک لاهو ؤمه

بې مطلبه دړد لړلی اور کښې اؤ غمونو کښې

ما وې ژوندون څۀ دے يو جنجال چې معنی نه لری

څاڅکی له د ژوند مې کتۀ کور چله سيندونو کښې

کوز شومه چمن ته د لختی غاړې له لاړمه

خېشت کښې د گلزار واړه سوالونه رانه روک شولو

ځان ته مې جواب کتۀ دحُسن په دامونو کښې

هغه سرې غوټۍ چې په قسمت کښې ئې سپړدل نۀ وو

ژوند شو لکه ناوې د اُميد په سرو گلونو کښې

هرې غوټۍ چغه کړه چې ژوند دړوند ډيوه نۀ ده

غوټۍ شولې د د هند خورې ورې شوې په خوبونو کښې

ستا د سوال جواب شته نۀ جومات کښې نۀ کتاب کښې شته ـ

نۀ د غم قيصه بندی د اور په زنځيرونو کښې

وخت بابا د تال دے بې پايانه سمندر نۀ دے

دغه دے پټ شوے موسيږی په گلونو کښې

تال د ساز ژوندون دے چې گډيږی په سُرونو کښې

اؤ ښکلې د سپوږمۍ رڼا د مينې د اواز په شان

ټول جهان روښان وۀ، وه تيارۀ زما خيالونو کښې

زۀ د ولې ولې په درياب کښې روک لاهو ومه

روح ئې د ژوندون نيوۀ د حُسن په دامونو کښې

ما وې ژوندون څۀ دے يو جنجال چې معنی نۀ لری

ډوب په بې مطلبه، لاجوابه، تپوسونو کښې

کوز شومه چمن ته د لختۍ غاړې له لاړمه

بې مطلبه دړد لړلی اور کښې او غمونو کښې

حُسن باغ کښې وخندل د هر سوال ئې جواب وکړو

څاڅکی له د ژوند مې کتۀ کور چله سيندونوکښې

هغه سرې غُټۍ چې په قسمتت کښې ئې سپړدل نۀ وو

ژوند شو لکه ناوې د اُميد په سرو گلونو کښې

هرې ذرې چغه کړه چې ژوند د ړوند ډيوه نۀ ده

غُوټۍ شوې د باد لاړلې خورې شوې په بادونو کښې

حُسن دے بس حُسن چې هم خداې اؤ هم جانان دے

نۀ د غم قيصه بندی د اور په زنځيرونو کښې

يود گلاب مخ کښې چې ښکاره کوم جوابونه دی

دې فانی مکان کښې بل مشال د لامکان دې

مينه چې تالا شی يو اميد شی تورو لړو د غمونو کښې

نشته يوهم نشته دمنطق په کتابونو کښې

ژوند اؤ درد اؤ غم همه کړۍ شی د زنځير د نور

حُسن چې شی خلاص په تورو لړو غمونوکښې

وخت بابا د تال دے، بې پايانه سمندر نۀ دے

مرگ اؤ قسمت ډوب شی په درياب دخُمارونو کښې