غزل
څو يو ځله يې تاراج په جفا نه کا
رحمان باباڅو يو ځله يې تاراج په جفا نه کا
يار له ياره سره مهرو وفا نه کا
که يې سر په بوسه ور کړم زه پوهېږم
چې قبول به دغه عجز زمانه کا
چې په خپله رضا تللی مادر زاد وي
هغه هېچرې د نورو رضا نه کا
څو يې خپله مدعا حاصله نه شي
مهرويان په خوله د خضر سودا نه کا
که يې سل ځله دعا کوم په عمر
گوش و هوش د دعا گوی په دعا نه کا
که آهونه آتشين پسې وکاږم
لکه سروه له خزانه پروا نه کا
که آرام غواړي رحمان په عاشقۍ کې
دغه واړه ناروا کا روا نه کا