غزل
څوک دې راکاندي قسم په کردگار
رحمان باباڅوک دې راکاندي قسم په کردگار
که درم لرم په کور کې يا دنيار
زه دنيار او درم نه لرم په کور کې
ولې نور عالم مې بولي دنيادار
هم په دا چې نه له ځايه چرته خوځم
نه د هېڅ يوه مخلوق يم منت بار
نه مې ښکته ملک ليدلی دی نه پورته
خبر نه يم په يمين او په يسار
آب و خور لکه آسيا په ځای رارسي
په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار
لکه ونه مستقيم په خپل مقام يم
که خزان راباندې راشي که بهار
توکل مې لاس و پښې کړې په نکريزو
چې په ځای يې کښېنولی يم قرار
چې زما په باب يې کښلي دي رارسي
که رحمت دی که زحمت دی وار په وار
چې هژده هزار قومونه يې پيدا کړه
مربي مې دی هغه پروردگار
کار همه په اراده د خدای موقوف دی
هېڅ موقوف نه دی د چا په انتظار
غم به هېچرې ونه کا په دنيا کې
که څه کېږي د رحمان په اختيار