نظم
څوکه
غني خانلرې لرې په وريځو کښې يو سپينه څؤکه ښکاری
خو په لاره کښې دی غرونه اؤ درې دی دغمونو
غلې غلې مې رگونو کښې يو ښکلے اواز رپی
پکښې تور سوی سازونه، زيړې پاڼې دگلونو
ورورو، پټ پټ مې ځيگر کښې يو مهين ستار غږيږې
عجب ساز د خاموشۍ دے لېونے ئې کړم سُرونو
اؤ، ماته ډېره لويه لاره، د ازغو، د تيارو پاتې
خو چې دغه څوکه ونيم او رمې بل شی په رگونو
ډک د گلو کور مې گور شی، هر گلاب راته پېغور شی
همه خېشت د ژوند کړی پټې تورې لړې د غمونو
زړۀ مې وئی چې پاسه پاسه غنی ځان پسې ملنگ کړه
دغه څوکه کښې پټ پروت دے ستا مطلب د مطلبونو
لرې لرې په وريځو کښې يو سپينه څؤکه ښکاری
خو په لاره کښې دی غرونه اؤ درې دی دغمونو
غلې غلې مې ځيگر کښې يو مهين ستار غږيږی
عجيبه خاموشه ساز دے لېونے ئې کړم سُرونو
څۀ اميد څۀ تصور شی عجيبه دُنيا کړی جوړه
د رڼا اؤ د گلونو دمستۍ او د نورونو
کۀ په عقل ور روان شی کۀ ايمان جادو له لاړ شی
کۀ صوفی سادو ملنگ شې کۀ باچا شې د ملکونو
د دُنيا لارې بې شماره، هلته بس يوه ده لار
نوم ئې مينه اؤ رحمتت دے نوم ئې مينه اؤ وفا ده
بل هر يو مشال چې واخلې بس څۀ خس به درته ښکاری
اخوا بيا توره تياره ده اخوا بيا توره بلا ده
دا يوه سپينه دره ده، دگلونو اؤ رڼا
نور خو ژوند يوه سزا ده، د غم ارمان توره قلا