نظم

سپرلے

غني خان

بيا سپرلے راغے بيا ئې پېغام راوړۀ

د رنگونو، گلونو اؤ رڼا

شو ساقی مُسکے ډک ئې جام راوړۀ

د مستۍ، ځوانۍ اؤ خندا

يو سبا راغے، يوه شپه لاړه

د تيارو، يريدو، اؤ ارمان

يو زيړے گل

مې ماښام وليدۀ

دا دماغ زما چرې نۀ منی

چې د گل خالق به سقر کړی جوړ

څنگه خوږې به پرې زما کريکې لگی

چا چې ماله نرگس اؤ دلبر کړۀ جوړ

دا شينکے چمن، دا گلونه سرۀ

دا مست مست شانې مستانه ماښام

دا ثبوت، ساقی د مينې دے

دا د سرو شرابو برپوره جام

د ساقی چې سترگې خُمارې دی

دا خُمار ئې ماته جوړ کړے دے

د جانان چې شونډې دلدارې دی

دا سينگار ئې ماته جوړ کړے دے

دا سپوږمۍ اؤ ستوری اؤ مست ماښام

مشغولا زما د غمونو ده

دا په ما مئين دے مالک زما

ځکه ډکه دُنيا د گلونو ده

سپرلے څه دے! جانان مست شوے دے

هره ساه اؤ ذره کښې خپل نور خوری

په گلونو کښې خپله رڼا خوری

په نسيم کې رنگونه د طور خورئ

چې تر څو يوه نظاره د رنگ

د غورزنگ دمستۍ په انسان کښې وی

تر هغې به دا زۀ وڼه منم

چې اورونه به هغې جهان کښې وی

زه جوړ کړے نۀ يم سزا له يار

زۀ ئې جوړ کړے يارانې له يم

مانه مينه، خندا اؤ مستی غواړی

کۀ جومات که بُتخانې کښې يم

بيا ساقی راغې ډک ئې جام راوړۀ

د مستۍ، ځوانۍ اؤ خندا

بيا ئې سرو گوتو کښې ونيوۀ

لېونی ته جام دغمونو ډک

د ژوندونه ډک، د فراق نه ډک

د وصال د رنگونو خوبونو ډک

وگوره جانانه د تيارې نه رڼا جوړه شوه

نوے سپرلے راغے د گلونو دُنيا جوړه شوه

زمکه لکه شاړه ابۍ بوره ورکه سپوره وه

چرته مروره مستی تلې د خپل کوره وه

پاڼې غوټۍ نۀ وې په هر بوټی د مرگ سورے وۀ

شرنگ د ژوندون غلې مېخانه ئې تشه توره وه

يا ساندې اؤ اوښکې يا ترې سپينه خندا جوړه شوه

وگوره جانانه د تيارې نه رڼا جوړه شوه

يا جمدون ارمان وۀ يا رنگين نشه رنگونه شو

مينه رو مسکۍ شوه په خندا ورته گلونه شو

مست شو ساقی داسې کُل جهان ئې مست بې هوشه کۀ

هره سا اميد شو ، هر نظر کښې خُمارونه شو

هر قدم کښې تال په هره خوله کښې مُسکا جوړه شوه

وگوره جانانه د تيارې نه رڼا جوړه شوه

بيا سپوږمۍ کاسيره شوه ، په سترگو اشارې کوی

ښکلې نوې مسته شرم شرم کښې نخرې کوی

هر خوا مينه مينه ده، شيرينه ده، رنگينه ده

رنگ او حسن يو شو مست شو خاندی مسخرې کوی

خوب نه جوړ خُمار شو د فراق نه لېلی جوړه شوه

خانده غنی خانه بيا دې ورانه دُنيا جوړه شوه