غزل

سپين مخونه تور کودی شي په پيرۍ کې

رحمان بابا

سپين مخونه تور کودی شي په پيرۍ کې

سم قدونه کوږ لرگی شي په پيرۍ کې

لکه شمع د سحر، آفتاب د ژمي!

هم بې تابه، هم زېړی شي په پيرۍ کې

که پل يو سر ږدې و بلې خوا ته درومي

خپل صورت تمام پردی شي په پيرۍ کې

د مرده وو په حساب وي غزا وشوه

که څرگند ليده ژوندی شي په پيرۍ کې

مړ لا ښه دی پس له مرگه بيا ژوندی شي

نشته دا چې څوک زلمی شي په پيرۍ کې

که څه وخوري لکه زهر نه ارزېږي

نه څه څښی نه څه خوړی شې په پيرۍ کې

دا ځواني ده چې څه اورې يا څه وينې

نه ليدی نه اورېدی شي په پيرۍ کې

ای رحمانه پيري هسې عاجزي ده

که رستم وي زړه پرې سوی شي په پيرۍ کې