غزل

ستا په عشق کې دروغجن يم سر تر سره

رحمان بابا

ستا په عشق کې دروغجن يم سر تر سره

چې له غمه دې ژوندی گرځم دلبره

زه به ستا له غمه کله شو لا مړوم

بارې دم د خدای په لاس دی ناز پروره

جدايي به مې يو دم قبوله نه کړه

که چا مرگ او بېلتون ايښی وی په غوره

شام سحر زما دا ستا زلفې رخسار دي

هېڅ مې مه پوښته له شامه له سحره

چې خبر دې په وصال او په هجران شوم

خبر نه يم له فردوسه له سقره

بې د ستا له مخه روځ راباندې شپه ده

روښنايي د ورځې چرې وي بې نمره

هسې بې سر و سامان دي هېڅوک نه شي

لکه زه چې بې سامانه يم بې سره

يو هنر مې منظور ستا په نظر نه دی

که زه وکړم ستا په عشق کې سل هنره

هېڅ اثر د رحمان اوښکې په يار نه کا

خدای دې اوښکې دچا نه کا بې اثره