غزل ستا په مخ کې څه حساب د جمال نشته رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ستا په مخ کې څه حساب د جمال نشته ځکه ما څخه د صبر مجال نشته 02 ته د سر او د مال وېره په ما مه کړه وېره ما څخه د سر او د مال نشته 03 زه په دا سبب له وېرې سره رېږدم چې ستا وېره د ثواب د وبال نشته 04 که وعده د يوې چارې يو ساعت کړې د هغې چارې اميد مې په کال نشته 05 د شهيد و حال ته گوره حال يې څه دی بې تا هسې حال زما دی بل حال نشته 06 روښنايي مې د چشمانو ستا ديدن دی په دا کور کې بل چراغ و مشال نشته 07 په جويبار زما د سترگو سروې ته يې په دا نهر باندې غېر نهال نشته 08 مه دې بې خطه بې خاله هسې زېب کا چې يې هېڅ حاجت په خط او په خال نشته 09 مخامخ که راته وگورې دلبره په کاته کې دې ثواب دی وبال نشته 10 د آفتاب په مخ کې هره ورځ زوال دی ستا د حسن په آفتاب کې زوال نشته 11 ستا په يادو کې رحمان هسې مشغول دی چې په زړه کې يې هېڅ غم د وصال نشته د قاموس مانا × اصلي کلمه