غزل
ستا وصال دی رابخښلی زما روح
رحمان باباستا وصال دی رابخښلی زما روح
ستا هجران دی رانيولی زما روح
ستا په مخ پسې يې مخ ونيو راهي شه
له صورته دی وتلی زما روح
چې هر گز ملک الموت پرې نه پوهېږي
هسې شان دی تا وکښلی زما روح
ځان يې هسې ستا په مينه پسې ورک کړه
چې هېچا نه دی ليدلی زما روح
که وي هم به تا څخه وي که يې خدای کا
نه دی بلې خوا ته تللی زما روح
بلبل نه دی دا چې الوځي په گلو
ستا په لور دی الوتلی زما روح
چې يې خاورې کړه صورت د ستا په در کې
سر تر عرشه دی وکښلی زما رؤح
ته يې پېژني چې څه دی يا څه نه دی
نور چا نه دی پېژندلی زما روخ
زه رحمان له خپله ځانه خبر نه يم
چې په څه رنگ دې وکښلی زما روح