غزل
ته چې ماته وايې چې په چا باندې شيدا يې
رحمان باباته چې ماته وايې چې په چا باندې شيدا يې
زه په تا شيدا يم وايه ته چې يار د چايې
زه به تا په کومه زيرکۍ شم پړولی
چا زده لکه تا زده هومره وايه چې څه وايې
زه چې کبرجن وم عاشقۍ مې گردن مات کړو
ته چې لکه وې هم هغه هسې کبريا يې
ځان که ستا په مينه کې فاني کړم څه به وکړم
ته چې په داهسې رنگ له آهه بې پروا يې
مرگ مې په تا ولې خدای اختر کړ نه پوهېږم
څه دې حاصل هم شته که مطلق په مرگ زما يې
څه شو که يم زه انگشت نمای په مينه ستا کې
زيات له مانه خوښ ته دقاضي هم د ملا يې
ستا د عشق تر تورې ککرۍ د رحمان ځار شه
دا هم سهل کار دی زما ياره که په دا يې