نظم
تجربه
غني خاند رواج چپې مې وسوې
د قانون لنگر مې کېښود
په خندا درياب له لاړم
ستا سپېرۀ گودر مې پرېښود
دا تاؤدۀ او يخ بادونه
نوے ساز نوی سُرونه
نوے ښائست نوی گلونه
چې دخيال وزر مې کېښود
کله تاؤ غوټۍ کښې شمه
بيا چپو کښې ونښلمه
خو زۀ ځمه ځمه ځمه
غم د ځان وزر مې پرېښود
خبر نۀ يم څه به کيږی
چې څه کيږی ښۀ به کيږی
کۀ ورکيږی کۀ ډوبيږی
پخپل لاس کښې سر مې کېښود
مړ د خپله لاسه ښۀ يم
خوښ پخپل دوزخ کښې زۀ يم
نۀ يم پردی جنت کښې نۀ يم
سوال د بل د در مې پرېښود
ځان مې وپېژند دانا شوم
خپل مالک شوم لوے بادشاه شوم
تيارې لاړې سپين سبا شو
د قانون لنگر مې کېښود