نظم

تلے مرگ

غني خان

کۀ په اور شی کۀ په دارشی

پاتې پاتې دې قيصې شوې

دوزخ د حسابونو

دغه شے ستا د مينې يار

او کۀ وئ چې سوزه سوزم

عشق کښې نشته انکارونه

زۀ څه شېخ مُلا خو نۀ يم

چې نۀ کار کوم نۀ انکار

خو د سولو دړه نه يم

ساهو څانگه د شاتوت يم

رانه جوړ که يو رنگين

اؤ لونگين غوندې ستار

کۀ يو ټنگ وی کۀ زر ټنگه

ښۀ په سُر کښې به غږيږم

يوه قطره ستا د درياب

يو ښکالو ستا د خُمار

اے زما د سترگو توره

دا يوه خو پکښې واوره

دلته سوے يمه ډېر

نور مې پرېږده په قلار

په لکها کاله اودۀ وی

يو ساعت له رابېدار شی

څو لکها به نور اودۀ وی

چې روان د مرگ په لار شی

شا ته تور يو سمندر دے

مخکښې لا توره بلا ده

مينځ کښې يو د شبنم څاڅکے

په غورځنگ لکه ابشار شی

د ادم زړۀ د کتو دے

د دۀ توره دريابی ده

داسې تلو داسې راتلو کښې

دے بې خوده شی خُمار شی

وو پکار چې ساعت ژوند ئې

په ژړا ژړا تېرولې

کۀ دے ډېر په لېلی مست شی

خو اخر به د مرگ يار شی

نۀ په تلی مرگ ستومان يم

نۀ راتلونکی نه يريږم

زۀ به تل دغسې خاندم ـ