غزل

تر حد تېره شوه په يار پسې ژړا زما

رحمان بابا

تر حد تېره شوه په يار پسې ژړا زما

نه گروهېږي په ژړا سره اشنا زما

که مې هره وينا در او مرغلر شي

لا د غوږ لايقه نه گڼي وينا زما

په نارو په ما بيدار کړه که وده وی

بارې ويښ راته وده شه دلربا زما

زه مکتوب غوندې په پټه خوله گويا يم

خاموشي زما تيری کا تر غوغا زما

گشت د عشق په توده ځمکه اسان نه دی

سمندر بويه چې زيست کا په صحرا زما

دا يار نه دی چې هجران له ماته بېل کړه

روح زما دی چې له تنه دی جدا زما

زه رحمان بې خپله ياره هېڅ نه غواړم

که قبوله وي د خدای په در دعا زما