شعر ټټودوست کا سنډا یا رکا خر کړه خپل مطلب پري بار کا غني خان د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خوار لوهار ته لا لا وایه چه تیره د رله سپار کا سرکار مر ګ له چه څوک بیا ئې یو کپټان بل صوبه دار کا 02 د مستئ چه خر شې پاتي دشیخي چوغه اختیار کا چه نری رنځ ورشروع شې ځان حاجې کا پرهیز ګارکا 03 چه میږې ته خدای په قارشې د وه وزر ورله تیار کا چه پښتون ته خدای په قارشې لوی ملک ئې د سرکارکا 04 خان او خر دې سکه ورونه مست په جر زنا په جار کا پښتون هغه وی چه مړ شې خپل پردې ورته ازار کا 05 خر تری لوي په جهان نه وې چه په ږیره اعتبار کا زړه کړه زهر خوله خوږه کړه خره راشه ځان هوښیار کا 06 یو د یار شونډ ی خوږي دې یو مزه غوښه د ښکار کا د قاموس مانا × اصلي کلمه