نظم

اوښ

غني خان

لکۍ دې د خرچو کی اؤ غړانگه دې د بطې

کوږ ووږ او وران ويجاړ او دولس نيم گزه اوچتې

په غوږو کښې عرب ئې او په شونډو کښې حبش

کۀ پاو هم څوک دراچئی ورته ته شغئ اپلتې

ډېر زيات بې نوره ښکاری ستا په پوزه کښې مهار

دې دومره اوچت سر کښې د پستۍ نېستۍ زنار

نصيب کښې دې چڼه شته، نه اوربشې، نه شلتې

بس لوئې درانۀ بارونه، کجاوې، ټغرې، کتې

ستا سترگې د شاعر دی، تله دې لچک د نواب

په شکل معتبر، معقول ملک ئې د نيستې

خندا دې زړه کښې نشته په ښېرو دې تل خوله توره

بوډا په هغه ورځ شوې، چې پېدا شوې ته دموره

مستی وچه بې نوره او ځوانی دې بې سروره

غوږونه د نيلی، تش د نيلی د خيال غروره

اوږدې ښپې دې د ډينگ د ټوپ او توله بې خبره

د قبر په شان ملا دې د مرگی په شان مجبوره

تۀ ټول ناکام ناکام ئې نه رنگ وينې نه خُمار

همت او جوش دې نشته گرځه اوږے، تږے، خوار

په خېټه دې ځان ورکه ځکه ډوب، سپک او دووس شوې

مئين په پېکوړې شوې ځکه پاتې دجلوس شوې

جنون خندا دې ور کړه د زوزانو په بدل کښې

د حُسن بادشاهۍ کښې د ژوندون ويرې جاسوس شوې

تا خېشت د ارمان ورکۀ بدرنگۍ کښې د ژوندون

تا ورکړه په ټېپرو فلسفه د افلاطون

تۀ رور شوې د خرۀ پرې دې ښوه روری د ازمری

تا غر د موسی ورکړو په کوڅه د سامری

تالې د يزيد وينې، وينې نه مرگ د حسېن

په ژبه دې شراب تراخه ، خواږه لگی تری

تۀ نن په سبا نه ورکئی تۀ نه ئې جوارگر

دا ځکه مهار ټيټ که، ستا د ټولو اوچت سر

اے اوښه! غټه اوښه، تۀ ئې ړوکې دميږی نه

لس چنده که زمرې شې، خو يريږې د لرگی نه

تر هغې به يريږې او ژړيږې او کړيږې

تر کومه چې ونه باسې دې طمع د زړگی نه

دې طمعې ستا نه ډېر اوچت سرونه کړه راښکته

د سپينې شهزادگۍ په سر خوره د ډمې کته

دا طمع مړې او يخې کاندی سترگې نرمې نرمې

دا طمع خرڅوی بازار کښې شونډې گرمې گرمې

دا طمع شهزاده کاندی غلام دکور د وينځې

دا طمع دجنت جورې له سترگې کړی بې شرمې

دا طمع شهزادگۍ کړی د مرئی سره نوکره

دا ډېر غمی ايرې کړی، کړی کونجکه ترې نه بره

دا جوړه د عقابه کړی د تور کوهی کمتره

دا زړۀ نه غم راغونډ کړی او خندا ، ځوانی د سره

دا جوړه دکعبې نه کړی منډۍ د سود او زيان

داگل خاورې ايرې کړی مستی يوسی دعنبره

دا جوړ کړی د عيسی نه مقتدی د سامری

د ډمې په ښپو خور کړی نظرونه دلبری

اے اوښه! خواره اوښه! بې ښائسته بې جماله

اے اوږې د زوزانو، بې خبره د کماله

تۀ ئې لوږه، ته ئې تنده، نه سرور ئې او نۀ ساز

هم دغه دے د اوښ او د ادم د فرق راز