غزل
اوښکې نه لري حساب زما د سترگو
رحمان بابااوښکې نه لري حساب زما د سترگو
بې حسابه شه سېلاب زما د سترگو
سياهي مې همه واړه سفيدي شوه
هسې پريولی شه کتاب زما د سترگو
که مې سره دي که مې سپين دي که مې تور دي
اوښکو يوړو هر اسباب زما د سترگو
چې رخسار د هغه يار راڅخه پټ شه
حبطه شه آب و تاب زما د سترگو
چې گداز يې په دا گرمو اوښکو نه شه
مگر کاڼي دي حباب زما د سترگو
که نور خلک د آفتاب په رڼا زيست کا
مخ د ترکو دی آفتاب زما د سترگو
ما يې خيال لره ابلق د سترگو زين کړ
قدم نه ږدي په رکاب زما د سترگو
چې مې نقش په زړه سرې شونډې د يار شوې
کان د لعلو شوگرداب زما د سترگو
لکه تښتي وحشيان له مردمانو
هسې وتښېدو خواب زما د سترگو
ما رحمان چې سترگې روڼې په خپل يار کړي
اوس محال شه اجتناب زما د سترگو