نظم

هسپتال

غني خان

غريبی توره بلا ده، شين زمری نه گيدړ جوړ کړی

کۀ غريب د غرونو پړانگ وی، يا ئې ميرات کړی يا ئې مړ کړی

نر دزمری بچے به، د دله سره نوکر کړی

لوږه اور دے غېرت سيزی، زمرے ټيټ کړی ښپې پرې بر کړی

دے په مال خرڅه دنيا کښې، غريبی توره بلا ده

دمړو سترگې د سپو شوے، اوچه شوے ئې حيا ده

په غريب چې مرض راشی، مرض نۀ وی سور قيامت وی

کور ئې بال بچ نهر ژاړی، دئې سر په ښۀ لوې اذيت وی

په سوونو نور خوارو کښې په يوکټ کښې پروت قلار وی

سل غمونه سل دردونه نه څوک يار نۀ مددگار وی

سپے ډاکټر په اوږو سترگو، د خان شنۀ نوټونه شماری

که دئې مری ورته نۀ گوری، د غريب نصيب هم خوار وی

کۀ څۀ گور کفن له اېښے، خپلوان سپی ته ئې ور واچئ

اسپتال کښې ئې داخل کړی، شپېتو نورو سره ئې واچئ

کۀ د درد تېلو کښې سوزی ترې چاپېر بې رحمه سپی وی

چې اخر د الله رحم ئې دمرگ قرار له يوسی

د زړۀ درد غم کښې سوزېدلے، تور لال بل بازار له يوسی

رحم، رحم لويه خدايه، سړی مری اؤ سپی سربيږی

دا کۀ دغسې روان وی، دا دُنيا خو دې ورانيږی ـ

اؤ که ورانه نۀ شوه ربه! يو ډېران ترې نه جوړيږی

ستا بنديان په صليب کيږی، يا په خپل اور کښې سوزيږی

لومبړان دی په تختونو، غوښې خوری د ازمرو ستا

چرته چرته چې رڼا وه، روکه پټه کړه تيارو ستا

دا دنيا کۀ ستا اے ربه، د گنجۍ، لومبړ اؤ سپو ده

حُسن مينې ته دې نۀ ده، تالا خرڅه په پېسو ده

نو دا مونږه لېونی دې، ورته څۀ له راوستلو؟

دې پردو تېلو کښې خدايه، مونږ دې څۀ له سوزولو

چې احساس وی طاقت نۀ وی، نو يو اور شی يو بلا شی

د دې يو اوره چې تختې، سلو نورو کښې جليا شی

هر نظر ئې ژړوينه، هر گلاب د اور لمبه شی

همه خېشت د دنيا خاؤرې اؤ ايرې ورته ښکاره شی