نظم

هےئ هےئ زما لېلی

غني خان

ما وې زما لېلی به ښکلې مسته مسته گرځی

يو باغ کښې په خندا

ما وې زما لېلی به لکه گل ترو تازه وی

د گلو نه ښېسته

هےئ هےئ زما لېلی

ما وې د لېلی شونډې به غوټۍ وی د گلاب

په سور اور د مستۍ به ئې ننگی وی سرۀ کباب

ښېسته به پرې سازونه ټنگوی لکه رباب

بې تاجه ملکه به وی د حُسن د دُنيا

ريښمينه لوپټه کښې ښائېست پټ او څۀ ښکاره

د گلو نه ښېسته

هےئ هےئ زما لېلی

ما وې د لېلی سترگې به سرې مستې په خُمار وی

ما وې په سپينه غاړه به ئې دسرو گلونو هار وی

په لاس ئې گوتې څه چې د نرگس بمبل قطار وی

ما وې زما لېلی ده د لالا د سترگو تور

زما د زړه بی بی لېلی، بی بی ده دخپل کور

بابا ته ډېره گرانه ده، نيازبينه ده د مور

مُسکۍ ماښام اوده شی سحر پاڅی په خندا

د گلو نه ښېسته ، هےئ هےئ زما لېلی

نشه په دې خيالاتو دخوبونو په جهان کښې

محل ته د لېلی مجنون روان شو بيابان کښې

نه باغ وۀ نه بنگله وه لېلی ناسته وه ډيران کښې

ښېسته سر ئې سرتور وۀ وه غوجل کښې لوپټه

دگلو نه ښېسته

هےئ هےئ زما لېلی

بمبل د نرگس گوتې د څپياکې نه چاپېره

په سخا، رېمن قميص ئې وه هم گياره باره تېره

لېلی مينځ کښې لوغړيږی شين لوگې ترېنه چاپېره

اته خواږۀ دوستان ئې وو راغلی د لالا

د گلو نه ښېسته

هےئ هےئ زما لېلی

لختے ئې د خولو د ملا په تير ښکته روان

په زلفو کښې څو قسمه نمونې وې د ډېران

سرې شونډې سپېرې وچې د خندلو په ارمان

حېرانه ، پرېشانه خپل قسمت ته ژړېده