غزل
هېڅ مې نه زده نه پوهېږم دا څه پېر شۀ
رحمان باباهېڅ مې نه زده نه پوهېږم دا څه پېر شۀ
چې دلدار مې د اغيار په شکل و څېر شۀ
زمانه مې د رقيب له لاسه وژني!
چې مې سپی گاڼه هغه راباندې شېر شۀ
د هجران غمونو هسې په عذاب کړم
هغه عمر چې مې لږ گاڼه اوس ډېر شۀ
چې په تېغ مې لوبې کړې سزا مې دا ده
ښه چې غوڅ مې زړه د ترکو په شمشېر شه
تېر ساعت به د هېچا په لاس کښېنوځي
اوس به څه وايم و چا وته چې تېر شۀ
چې مې نوشه د هجران پياله کړه تلخه
د وصال لذت مې کُل زهر و گنډېر شه
چې يې نه په وفا ياد نه په جفا وي
سکه رحمان د هغه يار له دله هېر شۀ