نظم
وائی ملا جان
غني خانوائی ملا جان چې په جنت کښې حورې پنډې دی
غټې غټې، سپينې سپينې، مستې او بربنډې دی
گوره بمبلی ته چې ئې خوله د لاړو ډکه شوه
زلفو کښې د حورو ترې "الحمد قل هو" ورکه شوه
گوره د اشنا په ږيره لاړې راروانې شوې
ټول شهوت شهوت شو سترگې ئې ورانې شوې شېطانې شوې
دا وجود د خاؤرې دے نۀ پائی جنتونو کښې
دا د خاورې گل مست وی د خاؤرې په گلونو کې
خاؤره به شی خاؤره يو احساس او ياد به پاتې شی
ساز سرور به لاړ شی خوشې تشې باد به پاتې شی
زۀ به حورې څۀ کړم چې ئې غيږ کښې کښېنوې نۀ شم
غټو مستو سترگو ته ئې په سرو سترگو کتے نۀ شم
اؤ دا وجود کۀ بيا شی جوړ، شهوت ، حورې، شراب وی
مست مست هلکان چې به هم ښکلی هم خراب وی
گوره ملاگۍ ته دې چې لس ئې درله گېره کړی
تۀ به ورته گورې او هغه به درله تېره کړی
او لوڼه دې راونيسی لا مور درله په مخه کړی
ټوله خېلخانه به درله گرمه کړی او يخه کړی
دغه کۀ جنت وی مُلا رب دې ورله بوځه زر
دغه دله توب نه زما زر ځله دې خوښ سفر
يا خو وجود نۀ لری يو مست او رنگين خوب دے
حورې او غلمان د مينې خېشت او لېونتوب دے
يا دا تۀ چې وائې کۀ دا رښتيا ستا په کتاب کښې وی
ټول غلمان به مړۀ وی پښتانه به په عذاب کښې وی
تاله مُلا جانه رب دې درکړی جنتونه ډير
اوس پوه شوم چې ولې دا اوږده کوے مونځونه ډير
زۀ به سور دوزخ له خپل غېرت او غرور يوسمه
ځان سره به خپله حيا، خېشت او سرور يوسمه
اور وی کۀ عذاب وی تېروم به ئې لکه خان
تۀ همسا په لاس شړه د ښځې نه غلمان
شرعې ته ئې وتراشې اؤ شرم ته ئې جوړه کې
ځان له دې پرې غږ وکۀ او ما ورته ناجوړه کې
ياره مُلاجانه دا پرده د منځه لرې کا
ما هم په دې باب د من يرغبو کښې ملگرې کا
مفت به دې شراب شی خُماری به دې مونځونه شی
مرغ مسلم او پکوړې اؤ برسنډه پکښې