غزل
وخت د عيش و طرب تېر شه خزان راغی
رحمان باباوخت د عيش و طرب تېر شه خزان راغی
زنکدن د بلبلانو په ځان راغی
دلداري مې ترې اميد وه بارې څه کړم
هغه يار د دلبرانو په شان راغی
سود سودا دعاشقۍ که نفع مند وي
ما هېڅ سود په کې ونه ليد تاوان راغی
تمام عمر که وصال و هومره نه و
لکه يو زمان د ښکليو هجران راغی
اشنايي مې په هوس وه خو چې بېل شوم
دواړه لاس مې وبله ومښو ارمان راغی
گوی زما د زړه يې يووړ په چوگان کې
بيا د نياز په نيلي سور په جولان راغی
غونچه لب چې په خندا کاندي پرېشانه
په شېبو زما د اوښکو باران راغی
د ميرزا د ارزاني دعوی به پرې کا
قدردان د شاعرانو رحمان راغی