نظم
ولې؟
غني خانگل له د بنده ښايست
سترگو له پسته رڼا
شونډو کښې دا بېخودی
شونډو کښې نشه نشه
خېشت له د خپل ځان پشان
نور اؤ سينگار اؤ خُمار
يار له د خندا په ځاې
سپين د سرو گلونو هار
مينې له دې زور د سمندر
زړۀ د بادشاه ورکۀ
ساز لره اواز، اثر
خائشت، تا د ثنا ورکۀ
ماله د غمونو، ارمانونو
جهان راکۀ تا
ماله زړگے پوست او مستانه
اؤ حېران راکۀ تا
اؤ سترگې خُمارې د يار
د حسن د ارام ډکې
کله د سپوږمۍ د رڼا
کله د ماښام ډکې
کله لېونے ستا د خمار
اؤ ستا د شان ډکې
اے د دوزخونو د قيامت
اؤ د حساب ربه!
اے د تورو زلفو ، د لالونو
د رباب ربه!
اے د مستو سترگو، د نرگس
اؤ د گلاب ربه!
اے د مينې، حسن، د ځوانۍ
اؤ د شباب ربۀ!
اے د لولکۍ د حسن
اے د گل د خيال ربه!
اے د راز اؤ نياز اؤ
د نسيم او د هلال ربه!
ولې دې د حسن نه
جوړ کۀ دا د خاؤرو ښار
خېشت له د خپل ځان پشان
نور اؤ سينگار اؤ خُمار
څو دې ماته ووائی
څرنگې شېدا شی څوک؟
څوک چې چاته وخاندی
ولې په خندا شی څوک؟
ستوری د غر څوکې ته
غلې شان بېگا ووې
مينې په ژړا ووې
حسن په خندا ووې
ماته موسکو سترگو کښې
ښکلې دلربا ووې
ولې څوک زړۀ وبايلی؟
څرنگې شېدا شی څوک؟
څوک چې چاته وخاندی
ولې په خندا شی څوک؟
سترگو د مجنون ووې
اوښکو د لېلی ووې
ووې په نشه ځوانۍ
غم ورو په سودا ووې