نظم

ولې تۀ

غني خان

سر په زمکه باندې کښېږده

چې په راز پوه د اسمان شې

سترگې ستورو ته کړه پورته

چې په شان پوه د جهان شې

لږ سر ښکته په ژړا کړه

چې مزه د خندا واخلې

د دنيا نه ځان راغونډ کړه

چې مزه د دنيا واخلې

د چېلې په گونگۍ کښې

يو پياله د شراب واخله

خوله دې وچه په روژه کړه

بيا مزه د کباب واخله

لېونے زما په شان شه

چې په راز د خودۍ پوې شې

سر او زړۀ دې د ماشوم کړه

لېونيه چې سړے شې