غزل
ورځ دې تېره په شومۍ کړه شپه له خوابه
رحمان باباورځ دې تېره په شومۍ کړه شپه له خوابه
خدای به کله يادوې خانه خرابه
په شتاب شتاب دې تله دي که پوهېږي
غافل مه شه ددې عمر له شتابه
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه
راستولی خدای حساب دی په کتاب کې
خبر زده کړه له حسابه له کتابه
څو په دا جهان اوبه له تنه نه شي
په قيامت به دې سينه نه شي سېرابه
اندرون به دې له اوره هسې ډک شي
چې نن ډک شوی له شراب و له کبابه
ته دا خپل نېک و بد وتله پخپله
چې ثواب دې څو تېری کا له عذابه
په هغه جهان به څرنگ خواب وکړې
چې په دا جهان عاجز يې له ځوابه
زه دې پېژنم په اصل کې تراب يې
ته چې ځان څنډې په گوته له ترابه
چې آفتاب يوه نېزه شي تروبه څه کړې
چې نن سيوري لره تښتې له آفتابه
د کاغذ په کشتۍ سير کوې رحمانه
دا کشتۍ به دې مرگی کاندي غرقابه