نظم
يا حکيم جی
غني خانتۀ څۀ خبر ئې د دې مزې نه
پياله کښې شونډې د يار پرتې دی
داسې خوږې دی داسې پستې دی
ډکې د سُر او خُمار پرتې دی
تا څۀ ليدلی دی صوفی بې مينې
سترگې مدهوشه سينې مهينې
تۀ څۀ خبر ئې دا څۀ غضب دے
خورې پرې زلفې تار تار پرتې دی
ماته معلومې دی کُل مسئلې ستا
د سود او زيان دا اوږدې قيصې ستا
گوره چشمانو کښې د جانان مې
د جنت حورې قطار پرتې دی
د خداې د پاره ساقی گلرنگه
ډکې پيالې را په شرنگاشرنگ
او څکم به څکم به چې لېونے شم
تاؤ رانه لېچې د يارپرتې دی
گوره اسمان کښې سپوږمۍ روښانه
ماته وئی واخله دے لېونی خانه
دوه ورځې ژوند دے لېونی خانه
د مستۍ ورځې د شمار پرتې دی