نظم

ياد دې دی

غني خان

اے د پستو سترگو ښاپيرۍ، چې ستا دی ياد کۀ هېر؟

هغه دوزخونه تېر اؤ هغه جنتونه تېر

يو بڅرے نور چې به کړو کل جهان د نوره ډک

يو رنگين نظر به غمگين زړۀ کړو د سروره ډک

ماته به سپوږمۍ کړلې د صبر تسلۍ قيصې

گل به راته کړلې ماښامی کښې د لولۍ قيصې

حسن اؤ ځوانی اؤ سپرلے، مينه، زۀ اؤ تۀ وو يو

وصل اؤ مستی، جنت، جهان اؤ زۀ اؤ تۀ وو يو

اور وۀ جهنم وۀ، خو سېزل پاستۀ د ساز هسې

لاس ئې د جلات وۀ خو کاتۀ ئې داياز هسې

وې به هر نظر کښې د سازونو خزانې پرتې

هره اشاره کښې د عمرونو ترانې پرتې

زړونه پټ په نور لکه ليدۀ وی په ککو کښې پټ

مرگ وه په خندا کښې بانگ د زرکو په نارو کښې پټ

ساز وۀ بېخودی وۀ، سوزېدۀ وو، جهان ورک وۀ ورک

زۀ ومه اؤ تۀ وے، زمکه، ستوری، اسمان ورک وۀ ورک

وخت وۀ بې حسابه بې پايانه سمندر وۀ ژوند

پښوکښې جهان پروت وۀ بې نيازه قلندر وۀ ژوند

خيال به د نسيم په شان گلونو له ماښام له تۀ

عقل مرور د حورو ساز له اؤ خيام له تۀ

تن کښې مې زړگے نۀ وۀ يو لال وۀ دشغلو نه ډک

سترگې د هر رنگه، هر اندام د ولولو نه ډک

واړه دُنيا وه ماته باغچه د دلربا د کور

هر ستوری به لار ماته ښودله د اشنا دکور

اې د پستو سترگو ښاپيرۍ، چې ستا دی ياد کۀ هېر

هغه دوزخونه تېر اؤ هغه جنتونه تېر